به ویبسایت افغان تیزیس خوش آمدید/ د افغان تیزیس ویبسایټ ته ښه لاغلاست

د بعضی اسلامي اوغیر اسلامي هيوادونو سياسي موخې په افغانستان کې

سال

: 2020.09.25

ګروه ها

: حقوق

قیمت

: 1000

تعداد صفات

: 50

کد فایل

: 296

مقطع

: لیسانس

 سریزه:  انسان هغه ټولنيز مخلوق دى چې په ټولنه کې ژوند کوي او هيڅکله په يوازې صورت خپلې اړتياوې نه شي پوره کولې ضرور نورو انسانانو ته اړ او محتاج دى ،ياده دې وي چې دانسان اشرف المخلوقات دى يعنې ډېرابرومند او عزتمند مخلوق دى او ددې انسان او مخلوق راضي کول داسې معنې لري چې خداى خوښ اوراضي کړي اود انسان په خواشينې او خفګان کې دخداى ج اود هغه  رسول خفه کبږي اود ايت شريف مفهوم دى  چاچې يو انسان راژوندې کړو داسې معنې لري چې ټول عالم يې راژوندې کړو او چاچې يو انسان مړوکړو داسې معنې چې ټول عالم يې تباه کړو، نو ويلې شو چې ټول انسانيت بايدد خوښې،ښو او نيکو اړيکو په چوکاټ کې ژوند وکړى او داچې ډیر انسانان په بیلا بيلوهیوادونو او سيمو کې ژوند کوي بايد يو دبل سره نيکې اړيکي ولري دهمدې نيکو اړيکو په لرلو سره بايد دوې خپلې ستونزحل او اوارې کړي تر څو دنړۍ ټول ملتونه او انسانيت په سوله او ارامې کې ژوند وکړي .پدغه موضوع کې بايدزه د هغو ټولوناخوالواوسياسي موخوته  اشاره وکړم چې دافغانستان په تاريخ کې تيرشوي دي ،ترڅودغه موجوده موضوع پري ښه روښانه شي .البته هغه تاريخ تري هدف دي چې په افغانستان کې يو څه سياسي يووالي منځ ته راغي چې هغه دنادرافشاردمرګ څخه شروع کیږي. په (١٧٤٧)م احمدشاه بابادخپل دولت پراخه واکمني تاسيس کړه چې دشاوخوا امپراطوريو،پارس،مغولي (هند)اوعثماني ترکې  لخوا په رسميت وپيژندل شوه ،احمد شاه بابادوطن سره مينه درلوده اونه غوښتل چې په هند کې پاتي شي نود ډيلي نوي دولت يي شهزاده ګورنرګوهرته چې داورنګ زيب لمسي ؤوسپاره ، په (١٧٧٣)م کې احمد شاه بابا وفات شو ، چې داحمدشاه بابا زوي تيمورشاه (١٧٧٣-١٧٩٣)م ده پايتخت له کندهارڅخه کابل ته انتقال کړه اوترکمن  خلک یی دخپل حفاظت لپاره وګمارل اودخلکو څخه يي ځان جلا وساته ،تيمورشاه يوهوسا ژوند خوښوونکې طبيعت درلوده ، په همدي خاطريي ډېري ښځي اوزامن درلوده.دتيمورشاه څخه وروسته دده زوي شاه زمان (١٧٩٣-١٨٠٠)م پوري پاچاؤ،دي هم دخپلو ورونو او وزيرفتح خان دلاسه دډېروستونزوسره لاس اوګريوان ؤ،دده نه وروسته شاه محمود (١٨٠٠-١٨٠٣)م پوري اوبيادويم ْځّل (١٨٠٩-١٨١٨)م داهم يو عياش اوبيکاره سړي ؤ،دده نه وروسته شاه شجاع (١٨٠٣-١٨٠٩)م اوبيادوهم ځل (١٨٣١-١٨٤٢)م پوري دده په دوره کې سدوزيان په بي ارزښته شخړوکې ايسارشول اوپه دغسې حالاتو کې ددوي تربوراونږدي قبيله (بارکزي ) ديته وهڅول شوه چې په صحنه کې داخل شي دغي سردارانو يو کمزوري دولت جوړ کړ اودپراختيا لپاره ديو بل سره وجنګيدل چې په پاى کې سردارمحمد عظيم خان پاچا شو ،دي هم درنجيت سنګ سره په جګړه بوخت ؤ،نوموړي يو عادي زخم اوپيچش په ناروغۍ اخته شو ،چې د(لته بند) په لاره مړ شو ، ددی نه وروسته دده وروراميردوست محمدخان (١٨٢٦)م کال په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړ،خو(١٨٣٩)م کې پخواني شاه شجاع الملک دبرتانويانواورنجيت سنګ په حمايت نوموړي دواک څخه وغورځاوه . اميردوست محمد خان (١٨٤٣)م دويم ځل لپاره واکمنۍ وګټله اودملک زياته برخه دخپل يوه امارت په توګه پياوړي کړه (١٨٩٣م) دده په مړيني سره يوځاي بيا سردارانو په خپلو کې په خونړيو شخړو پيل وکړ، په پاي کې اميرشيرعلي خان دتخت پرنيولو بريالي شو ، ولي وي نه شو کړاي چې دبهرني نفوذڅخه ځان خپلواک کړي .په (١٨٤٢)م داکتوبرپه لومړۍ نیټه په يوه اعلاميه کې له افغانستان څخه برتانيي دخپل پوځ دايستلو اعلام وکړ دوي افغانان دې ته پريښودل چې دخپلي خوښي يو حکومت جوړکړي ،(١٨٨٠)م کال دافغانستان پاچاعبدالرحمن منځنۍ اسيا ته يي ځان تبعيد کړي دروسي ميلمه پالانو په اجازه يي په سفرلاس پوري کړ،چې په افغانستان مي خپل ځان پياوړي کړي . په (١٩٠١) م کال دعبدالرحمن خان دمړينې سره سم دده مشرزوي حبيب الله خان په تخت کیناست ، حبيب الله خان دډېربحراني حالت څخه وروسته په (١٩١٩) م کال کې هغه وخت دلغمان په کله ګوش کې په شکمنو حالاتو کې مړ شو ،چې دښکارلپاره تللې ؤ،دده دمرګ څخه وروسته دده زوي امان الله خان پرته لدي چې دورونو له خوا غوره شي اويا له مقاومت سره مخ شي تخت ترلاسه کړامان الله خان يو ترقي غوښتونکې واکمن ؤ،خو هغه ديو بغاوت سره مخامخ ؤ،چې دملايانوله خوا تحريک دبرتانيانواوروسانو په لمسون جوړ شوي وو،امان الله خان پر(١٩٢٩) م کال په يوه بحراني حالت له ملک څخه ووت اوپه روم کې يي دتل لپاره استوګنه غوره کړه .

.

 لړلیک

سريزه ۱

لمړى فصل

د بعضی اسلامي هيوادونو سياسي موخې په افغانستان کِې

عمومي معلومات ۵

لمړى مبحث : دافغانستان په اړه دپاکستان دريز ۸

د پاکستان سياسي موخې او لاس وهنې  ۱۱

د پښتونستان مسئله او له پاکستان سره د اړيکو خرابيدل  ۱۷

دويم مبحث: د ايران سياسي موخې  ۱۹

دريم مبحث : ازبکستان سياسي موخې  ۲۴

څلورم مبحث : دتاجکستان سياسي موخې   ۲۵

دويم فصل

د بعضی غیراسلامي هيوادونو سياسي موخې په افغانستان کِې

لمړى مبحث:د چين  سياسي موخې   ۲۸

دويم مبحث: د هندسياسي موخې  ۳۰

در يم مبحث : د روس سياسي موخې  ۳۱

څلورم مبحث : امريکا  په افغانستان کې پوځي اډې غواړي  ۳۳

پايله:   ۴۰

اخځليکونه   ۴۱

 

منابع:

١- افغان ، سمسور، دويمه سقاوي ،دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه،، جرمني ١٣٧٩ل .

٢- زرملوال ، غلام محمد،افغانستان تر وروستي افغانه، دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه. جرمني ١٣٨٣ل

٣- عطايې،محمدابراهيم،دافغانستان معاصر تاريخ، ميوندخپرندويه ټولنه،١٣٨٣ل  پیښور .  

٤- واکمن ،محمدامين، افغانستان په څلور لارې پرسر،ساپي دپښتو څیړنو او پراختيا مرکز ،١٣٨١پیښور .

٥-غوث،عبدالصمد،افغانستان سقوط،دانش خپرندويه ټولنه،١٣٧٨ل،١٩٩٩پیښور،

٦-خيبري،غوث ،په افغانستان کې توپان،دافغانستان دکلتوري ودې ټولنه جرمني،١٣٧٨ل زمرى ،١٩٩٩ اګست  پیښور،

٧- للمه مجله ، دجرار ادبي ، کلتوري او ټولنيزې ټولنې مهالنۍخپرونه ١٣٩٠قوس څلورمه ګڼه . 

٨-  خدمتګار ،ورځپاڼه ، ٥٩٤ګڼه د١٣٩٠دکب ٢٥نیټه

جهت تماس به شماره های ذیر در تماس شوید

+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059
+93 0786590059